IQNA

د ثقلین ټيلویژني چینل د قرآني سیالیو دوهم پړاؤ ترسره کیږي

10:40 - February 23, 2025
د خبر لمبر: 3490684
ایکنا – الثقلین چینل د روژې په مبارکې میاشتې کې د ؛ورتل؛ نومې قرانی ټيلیویژنی نړیوالو سیالیو  دوهم پړاؤ ترسره کوي.

ایکنانیوز  راپور راکړ، الثقلین ټيلیويژني چینل  د روژې په مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم د ترتیل ځانګړی ؛ورتل ؛ قرآنی ټيلیویژني   نړیوالو سیالیو ددوهم پړاؤ دترسره کیدا خبر ورکړ.

 په دغو ټيلیويژني قرآڼي نړیوالو سیالیو کې د ګډون شرائط اعلان شوي دي ، چې په دې ډول دي!

1        د ګډون کونکي نامه او دهغه د کورنۍ نامه  او د ګډون کونکي د هیواد د نامې لیږل

2         ګډون کونکی باید  له اتلسو کلونو تر څلویښتو کلونو پورې عمر ولرل شي او پر دې موضوع د دلالل کولو مدرکونه (تابعیَت  یا پاسپورټ) په دې یادونې سره  چې سیالۍ یوازې د ښاغلو  لپاره ده ،ولیږدول شي.

3        د موبایل ټيلیفون شمیره، د کور د ټيلیفون شمیره ، ایمیل  او د سکایپ  لپاره شمیره(سیالۍدسکایپ اپلیکیشن او وبینار له لارې په آډیو او ویډيوئي  بڼه ترسره کیږي)

4        په مقدماتي مرحلې کې د ګډون لپاره باید  له ۶۰، ۸۸، ۱۲۵، ۲۰۶  او یا  ۵۴۹     صفحو څخه د یوې صفحې د قرآن ک ریم د ترتیل غږیز فایل  د واټس اپ اپلیکیشن له الرې  ولیږدول شی چې شمیره ئې هم درسره نوټ کړئ.   009899999914320 .

د الثقلین سپوږمکیز چینل  یو مذهبی او کلتوری چینل ده چې په ډول ډول پروګرامونو سره چې د مختلفو ټولنو او مختلفو پرګنو  لپاره ئې برابروي ،  او د اسلامی ا مت او اسلامی نړۍ په چارو ارزونې کوي.

دغه چینل  د  قرآن کریم او د اهل بیت علیهم السلام  دمکتب په چورلیزتوب سره د ډول ډول پروګرامونو په تولید سره ،  داسلامی علومو او کلتور د پراختیا او احیاء  موخه تعقیبوي. همدرااز  د اسلام د دین په تعلیماتو سره  د اسلامی ماډرن کورنۍ  دمؤلفو د پیاوړتیا لپاره د میرمنو،هلکانو  او ځوانانو لپاره هدفمندو پروګرامونو په تولیدولو سره  فعالیتونه کوي.

 الثقلین سپوږمکیز چینل  د ۱۴۳۰قمری کال (۲۰۰۸کال ) کې  په عربی ژبه پيل شوی دی.

دومین دوره مسابقات قرآنی تلویزیونی شبکه ثقلین برگزار می‌شود

https://iqna.ir/fa/news/4267658

captcha